اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

داعش د کابل په لوېدیځ کې د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست

د دید خبري آژانس د خبر له مخې داعش ترهګرې ډلې د کابل په دشت برچي سیمه کې د مسافرو پر یوه کاسټر ډوله موټر د چاودنې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د اعماق ویبپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغې ډلې ویلي، چې د دغې ډلې وسله والو د یوه مسافر وړونکي بس په غورځولو سره ۳۰ تنه وژلي او ټپیان کړي دي.

پرون ماښام د کابل په لویدیځ کې د مهتاب کلا په سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، په دې چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې دویمه چاودنه ده چې د کابل په لویدیځ کې د شیعه ګانو سیمه په نښه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا