اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د پاکستاني علماوو یو پلاوی له پاکستاني طا-لبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی

ډید خبري اژانس: د پاکستاني علماوو یو پلاوی د پاکستاني امنیتي چارواکو او پاکستاني طا-لبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره افغانستان ته راغلی دی.

د پاکستاني علماوو یو پلاوی له پاکستاني طا-لبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی

د جیو ټلویزیون د راپور له مخې، د پاکستاني علماوو یو پلاوی د افغان طا-لبانو په غوښتنه له پاکستاني طا-لبانو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته راغلی دی.
په دغه پلاوي کې مفتي تقي عثماني، حنیف جلندري، مولانا طیب پنجپیر، مولوي انوارالحق او مفتي غلام رحمان شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوى پرون اسلام اباد ته د افغانستان په لور روان شوى او ټاکل شوې چې د افغان طا-لبانو او پاکستاني طا-لبانو له مشرانو سره وګوري.
په ورته وخت کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د افغان محصلینو لپاره د علامه اقبال پوهنتون له لارې د انلاین تعلیمي اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
نوموړي له مفتي عثماني سره په خبرو کې وويل: دا چې افغانستان په ټول هېواد کې انټرنېټ نه لري، نو په لومړي سر کې به د اقبال پوهنتون ښوونيز توکي د تلويزيون له لارې نارينه او ښځينه محصلينو ته وړاندې شي.
باید وویل شي، چې افغانستان ته د طا-لبانو له راتګ وروسته د پاکستاني طا-لبانو او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو زور اخیستی او تر دې دمه د اوربند د ټینګښت لپاره څو ځلې خبرې اترې شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا