اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

متقي: موږ د ټاپي پروژې تطبیق ته چمتو یو

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره پر خپل چمتووالی ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون (دوشنبه د کب ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې سرپرست وزیر امیر خان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل او په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د کار پیلولو ته یې خپل چمتووالی اعلان کړ.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: متقي د ترکمنستان په مرکز عشق آباد ښار کې له ښاغلي مرادوف سره وکتل او په افغانستان کې يې د ټاپي پروژې د عملي کار پيل لپاره د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه چې دواړه لوري به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په اعلامیه کې راغلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژه د ترکمنستان لپاره د ستراتیژیک اهمیت یوه لویه پروژه ګڼلې ده.

ښاغلي مرادوف وویل، چې دوی په خپل هېواد کې د ټاپي پروژې کار په کافي اندازه پرمخ تللی او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو ګډ ټیمونه به وکولای شي، چې په افغانستان کې هم د دغې پروژې کار پیل کړي.

له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه چې د «ټاپي» په نوم یادېږي، په سیمه کې د ګازو د لېږد یوه له سترو پروژو څخه ده. د دې پروژې له لارې به په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز له ترکمنستان څخه درې نورو هېوادونو ته انتقال شي.

د دې پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې په ترکمنستان کې پیل شو او تمه وه چې تر ۲۰۱۹ کال پورې به بشپړه شي.

افغانستان د دې پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې په هرات ولایت کې پیل کړ خو د پخوانیو ژمنو له مخې یې پای ته ونه رسول.

د دې پروژې کار په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته ودرول شو.

په دې پروژه کې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد او د اورګاډي پټلۍ غځول شامل دي.

په دې کتنه کې دترکمنستان دبهرنيو چارو وزارت سرپرست او دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير هم دسوداګرۍ دپراختيا ، داورګاډي په برخه کې دهمکاريو، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي بريښنا دزياتوالي او د لاجورد لارې دجوړولو په باب خبرې وکړې.

متقي همداراز ټینګار وکړ: د کابل او عشق آباد ترمنځ د باور کچه تر ټولو لوړه ده. دواړه هېوادونه له ترکمنستان سره د برېښنا، ریل پټلۍ، ټاپي پروژې، د لاجورد لارې د بیا احیا، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې چې د لاجورد لارې په ګډون د پنځو هېوادونو د استازو غونډه په نږدې راتلونکي کې د ترکمنستان په پلازمېنې ترکمنستان کې جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا