اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

ډيډ خبري اژانس: د اروپايي ټولنې له لوري د ١٤٢،٨ ميليونه يورو د مرستې له اعلان وروسته په کابل کې د جاپان سفارت هم له افغانستان سره د ٥٨ ميليونو ډالرو د مرستې اعلان کړى دى.

په کابل کې د جاپان سفارت په دې وروستیو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې له افغانستان سره به ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د دغو مرستو موخه په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاوو برابرول دي.

د جاپان سفارت ویلي: موږ هیله لرو چې دا مرسته به د افغانانو د عزت او پر ځان بسیا ژوند په ساتلو او ښه والي کې مرسته وکړي.

په پام کې ده چې د جاپان نوې مرستې د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان د غیر دولتي سازمانونو له لارې ورکړل شي.

د جاپان سفارت زیاته کړه چې د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو په مرسته له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر اوسه د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

په دې وروستیو کې اروپايي ټولنې د لومړنیو خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د ۱۴۲،۸ میلیونه یورو په ارزښت د مرستې بسته ځانګړې کړې ده.

اتحادیې زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته چې طا-لبانو واک ترلاسه کړ، تر اوسه یې افغانستان ته ۱،۲ میلیارده یورو مرسته کړې ده.

سیګار هم څه موده وړاندې اعلان وکړ چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا