افغانستانروستي خبرونهنړۍ

بریتانیا له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوو

د برېتانيې د وسله والو ځواکونو وزير د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د دغه هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
په کابل کې د برېتانيې سفارت له خوا رسنیو ته  په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېتانیې د وسله والو ځواکونو وزیر مارک لانکسټر، نن ورځ کابل ته په خپل سفر کې هغو نوو مستعدو د ملي اردو افسرانو ته مبارکي وویله چې د افغانستان د ملي اردو د افسرانو له اکاډمۍ څخه فارغ شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ملي اردو افسرانو په اکاډمۍ کې د راتلونکي نسل نظامي مشران د برېتانیې نظامي روزونکو له خوا روزل کېږي.
سرچينه کاږي، د نن ورځې د فراغت تر نهمې غونډې وروسته، له اکاډمۍ څخه د تکړه او ماهرو روزل شوو افسرانو شمېر د ۸۰ ښځینه افسرانو په ګډون، ۲۵۰۰ تنو ته ورسېد.
سرچينه زياتوي، د برېتانيې  د وسله والو ځواکونو وزیر مارک لانکسټر د نن ورځې په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د دغه پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ.
نوموړي د امنیتي ځواکونو په پیاوړي کولو کې چې د هېواد د راتلونکي لپاره د امنیت، سولې او نېکمرغۍ لپاره بوخت دي، د ملي اردو د افسرانو د اکاډمۍ هلې ځلې وستایلې.
ده له افغان نظامي افسرانو سره په کتنه کې ويلي: “ویاړم چې د دغه هېواد د راتلونکي نظامي مشرانو سره وینم او تاسو ته د لا نورو بریالیتوبونو په هیله یم. ویاړم چې یوولس کاله مخکې مې دلته خدمت کړی، نو ځکه زه پوهېږم چې پرمختګ راغلی. برتانیه ستاسو تر څنګ د ملاتړ په موخه ولاړه ده، او موږ ستاسو لپاره ژمن یو.”
د خبرپاڼې په حواله،  د برېتانيې د وسله والو ځواکونو وزیر همدارنګه د افغانستان د دفاع له وزیر طارق شاه بهرامي سره هم ولیدل او د برېتانيې پر وروستی ژمنې يې چې د ۸۵ برېتانوي نظامي سلاکارانو زیاتول دي، ټینګار وکړ.
سرچينه زياتوي، دا نوي نظامي سلاکاران به په افغانستان کې له ۵۰۰ نورو برېتانوي ځواکونو سره یو ځای، د افغانستان هوايي ځواکونو، افسرانو او د ناټو غوڅ ماموریت تر سیوري لاندې امنیتي وزارتونو سره د روزنې او سلا ورکونې لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا