اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

امریکا او په هلمند کې د یورانیمو قاچاق

له راپورونو سره سم ګڼ داسې شواهد او اشناد شته، چې له مخې يې معلومېږي چې امريکا د افغانستان کانونه او زېرمې له دې هېواده وباسي.

ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو ويلي دي، چې داسې شواهد شته چې ښيي، د دې ولايت د خانشين ولسوالۍ يورانيم د امریکايي سترو الوتکو پر مټ قاچاق کېږي. هغوی زياتوي چې امريکا د دغه کان تر څنګ هوايي اډه جوړه کړې او د شپې له مخې راويستلي يورانيم لېږدوي.

د سروې ګانو پر اساس جنوبي ولايت هلمند له يورانيم او توريم توکو ډک دي. د سپوټنيک له راپور سره سم سيمه کې شويو څېړنو ښودلې چې د بيرايټ، فلورايټ، نفلين او نادرو توکو لکه نبيوم، ټانټاليم او يورانيم په څېر قيمتي زېرمې دې ولايت کې موجودې دي.

د امریکا د ناسا له نوې اندازې سره سم د هلمند خانشين ولسوالۍ کې ۱.۴ مليون مټريک ټنه نيوبم ذخيرې او پر دې سربېره د فاسفورسو، يورانيمو او توريم ۳.۵ مليون مټريک ټنه موجود دي.

سرچينې ولسي جرګه کې د هلمند د يوه استازي په وينا خبر ورکړی، چې د يورانيمو کانونه د افغانستان تر ټولو مهم کانونه دي. دا چې امريکا دغه يورانيم په همدې ډول وباسي، نو د هغو کومکونو سل برابره بېرته له همدې لارې پوره کوي چې افغانستان پسې يې حسابوي. د هغه په وينا دا د افغانستان سرمايه ده، چې امريکا يې وړي.

دا خبر وروسته له هغه ورکول کېږي، چې د تېرې اپريل په لومړيو کې د بنسټونو، بشري پانګې او ټکنالوژۍ برخه کې د ولسمشر غني سلاکار داسې څرګندونې وکړې، چې د شنونکو په اند له مخې يې غواړي د افغانستان د طبيعي زېرمو د استخراج له لارې د امریکا توجه راجلب او امريکايي سرتېري تر ډېره افغانستان کې پاتې کړي.

همايون قيومي ويلي و: «افغانستان د امريکا د صنعت له پاره يو ښه ځای دی، د پانګونې چانسونو ته په کتو سره، په ځانګړي ډول د کانونو کيندنې سکتور، ځکه چې ډېرې زېرمې کيندل شوې دي».
قيومي اسوشيټډ پرس خبري اژانس سره خبرو کې زياته کړه: «افغانستان تل په بېلابېلو برخو کې د امريکا له پانګونې سره لېوالتيا لري، په ځانګړې توګه د کانونو کيندنې برخه کې. موږ د «ليتيم» په څېر د کانونو ځينې ستراتيژيکې زېرمې هم لرو».
د ولسمشر سلاکار ټينګار وکړ چې د ډونالډ ټرامپ اداره د افغانستان له طبيعي زېرمو سره لېوالتيا لري.

د يادونې وړ ده چې پخوا هم د هېواد بېلابېلو سيمو کې داسې شواهد تر سترګو شوي دي، چې له مخې يې څرګندېږي امريکا په خپل سر د افغانستان کانونه باسي او په الوتکو کې يې لېږدوي. په ځينو دغو مواردو کې ان لويې لارې د مياشتو مياشتو له پاره تړل شوې او پر ځای يې نورې لارې کارول شوې دي او په ځينو نورو مواردو کې لیدل شوي، چې د امريکايي سرتېرو له لوري د بېزونو او اډو له پرېښودو وروسته سيمو کې سترې ژورې کندې پاتې شوې دي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا