اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

امریکا: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوو

ډید خبري اژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې توماس ویسټ او رینا امیري به د افغانستان په اړه د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون وویل چې توماس ویسټ او رینا امیري به د دوحې په غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړیږي ګډون وکړي.

میلر زیاته کړه چې دواړه امریکایي چارواکي به په راتلونکې میاشت کې په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.

هغه یو ځل بیا په جدي توګه ټینګار وکړ چې واشنګټن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

طا-لبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل غیر ضروري بللي او مخالفت یې کړی دی.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره به د افغانستان په اړه د بين الافغاني مذاکراتو د همغږي کولو لپاره ځانګړى استازى په ښه موقف کې ځاى پر ځاى کړي.

ملګري ملتونه راتلونکې اونۍ په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه کوي.

دغې غونډې ته د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي، د نړیوالو سازمانونو استازي، د ښځو او مدني بنسټونو استازي بلل شوي دي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي ویلي، چې د طا-لبانو په اړه د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا