اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

د بخښنې نړیوال سازمان د امیر بند پارک ته د ښځو د تګ د منع کولو په اړه غبرګون

ډید خبري اژانس: د بشري حقونو ډلو د افغان ښځو پر تعلیم او تګ راتګ د طا-لبانو وروستي بندیزونه غندلي دي.

ښځې په دې وروستیو کې د افغانستان یو له مشهورو ملي پارکونو او متحده عربي اماراتو ته د زده کړو له پاره له ورتګ منع شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د طا-لبانو وروستی اقدام وغانده چې د پوهنتون د زده کړو لپاره دوبۍ ته د ښځینه محصلینو له تګ څخه منع کړي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خندونکې پرېکړه د زده کړو له حق او د خوځښت له ازادۍ ښکاره سرغړونه ده او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي ځورونې د دوام ښودنه کوي.

د بښنې نړيوال سازمان غوښتنه وکړه: د طا-لبانو اوسني چارواکي بايد ژر تر ژره خپله پرېکړه بدله کړي او دغو ښځينه محصلينو ته د تګ او زده کړې اجازه ورکړي.

باید وویل شي چې د ښځو پر وړاندې بندیزونه ورځ تر بلې سختیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا