اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

ازبکستان: طا-لبان د اکو په غونډه کې ځکه نه دي بلل شوي، چې نړیواله پېژندګلوي نه لري

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، ازبکستان ویلي، دوی د اکو غونډې ته ځکه نه دي بلل شوي، چې نړۍ «اسلامي امارت» په رسمیت نه پېژني.

دا موضوع د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اعلان شوې ده.

د ازبکستان د جمهور رئیس د رسنیو د دفتر رئیس شیرزاد اسدوف د ازبکستان ورځپاڼې ته وویل: افغانستان د اقتصادي همکاریو د سازمان (ایکو) غړی دی، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په هیواد کې د داخلي سیاسي بدلونونو له امله دغه هیواد په موقتي توګه دغه سازمان پریښود. د دې سازمان په فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

د اقتصادي همکاریو سازمان یو سیمه ییز بین الحکومتي اقتصادي جوړښت دی چې اذربایجان، افغانستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ترکیه او ازبکستان یې غړي دي.

دا سازمان په ۱۹۸۴ کال کې د ایران، پاکستان او ترکیې له خوا تاسیس شوی او مرکزي دفتر یې په تهران کې دی. افغانستان او له پخواني شوروي اتحاد څخه اووه خپلواکه جمهوریتونه په ۱۹۹۲ کال کې له دغه سازمان سره یوځای شول.

د ازبکستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د مشر په وينا، د ايکو په فعاليتونو کې د طا-لبانو ګډون هغه مهال شونى دى، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو تر منځ توافق وشي او د هغوى موقت حکومت د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت وپېژندل شي. قوانین

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا