روستي خبرونهشننه

په هر څه کې فساد؛ د جومات د جوړولو په پیسو کې هم فساد

د جلال اباد سپين تاریخي جومات چې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې د ننګرهار ولایت شاهي قصر دننه جوړ شوى و، د ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د همدې کال د حمل د میاشتې په وروستیو ورځو کې ګل اغا شیرزي چې همغه وخت د ننګرهار والي وو د یاد جومات د شهید کیدو امر ورکړ او پریکړه يې وکړه چې دا جومات به د سوداګرو په پیسو له سره په داسې بڼه جوړیږي چې په هېواد کې به يې ساری نه لیدل کیږي.

د دې جومات ودانۍ په دوه جریبه ځمکه کې د شیخ زاهد جومات په نقشه جوړیږي چې په يو وخت د ١٤زره لمونځ کوونکو د ځايولو وړتيا لري.

هغه مهال سپین جومات د بیا رغونې لپاره په تورخم کې د چندې صندق کیښودل شو او له هر راوښتوونکي لوی موټره درې-درې سوه افغانۍ راټولېدې ترڅو جومات پرې جوړ کړي.

هماغه وخت له یوه شخصي ساختماني شرکت سره د څوارلس میلیونو ډالرو په بدل کې ددې جومات د جوړولو قرارداد ورکړل شو.

چې بیا له کابل څخه ورغلي ساختماني انجینرانو د یوې سروې له مخې د جومات مجموعي لګښت ۶ میلونه وټاکه.

تیرکال راپورونه داسې ؤ چې د جومات په پیسو کې یو میلیون دالر غبن شوی، خو اوسنۍ کره شمیرې ښیي چې شاوخوا دوه میلون دالر حیف ومیل او شخصي جیبونو ته تللې.

څوکاله کیږي چې دا دوسیه د ننګرهار د ځایي چارواکو په میزونو ښکته پورته کیږي خو د څلورو والیانو په بدلیدو رابدلیدو سره لاهم یاده دوسیه معلقه پاتې او هیڅ کوم ارګان یې په اړه قاطعه فیصله نشي کولی.

د دې فساد تورونه د سپين جومات پر امام قاري میرزا لګيدلي.

د دې جومات ټیکدارفضل واحد اقرارکوي چې له ده څخه قاري میرزا تر نهه لکه ډالرو پورې پیسې اخیستې او شخصي مصارف يې پرې کړي:

((دغه پیسې ده شخصي مصرف کړي دي، مارکیټونه يي جوړ کړي، کور يي جوړ کړی خپل کور مخې ته يي شخصي جوماتونه جوړ کړي د دې جوماتونو هر څه سره چې موږحساب ورته وکړو اته نیم ترنهه لکه ډالرو پورې اخيستې دي.))

خو سیمیز خلک وایي چې دری ځایه تیروتنه د جومات په چارو کې شوې ده چې لومړی د دې جومات قرارداد د تدارکات قانون سره په ټکر کې له داوطلبۍ پرته شوی.

دویم د پخواني جومات وسايل نادرکه دي او دریم د جومات په نوم راټولو شويو پیسو څخه شاوخوا یو میليون ډالر شخصي جیبونو ته تللي دي چې د دې فساد تورونه د سپين جومات پر امام قاري میرزا لګيدلي.

ټيکدار وایي چې ما په افغان مينه کې د جومات امام ته یو کور جوړ کړی دی، د ده په ودونو کې مې پيسې ورکړي دي او یو مې ورته فرونر موټر په شپږدیرش زره ډالرو اخیستی دا تورونه په قاري ميرزا دي چې په خپله دوسیه کې ۳۰ تنه شاهدان لرم او د استیناف محکمې ته مې سپارلې .))

خو استیناف محکمه بیا له هرڅه چورلټ انکار کوي او په وینا یې هیڅ دوسیه د دوی لاس ته نده ورغلې او د قاري میرزا په اړه وایي چې هغه ۹ میلون دالر نه، بلکه ۹ لکه افغانۍ وهلې دي.

قاري میرزا د ځان دسپیناوي لپاره رسنیو ته هیڅ هم ندي ویلي.

بلخوا دیادې قضي د څيړنې کمیسیون مشراجمل رحماني وايي، کوم اسناد او شواهد چې دوی ته رسیدلي د سپين جومات ملاامام قاري ميرزا ترابي له ټيکداره د باج په ډول د دوو ودونو مصارف، موټر، جوماتونه او د شخصي کورد جوړولو مصارف د جومات په پيسو کړي.

د سپين جومات د قضيې د څيړنې کميسیون مشر اجمل رحماني ددې جومات قرارداد هم له فساده ډک بولي.

دی وايي دغه قرارداد لومړی د څوارلس میلیونو ډالرو په ارزښت شوی و،خو کله چې مولوی عطالله لودین د ننګرهار والي شو په دې قرارداد کې یو څه اصلاحات راغلل او دغه قرارداد نهه میليونو ډالرو ته راښکته شو.

چې اوس یې ساختماني شرکتونه په داو طلبانه ډول په شپږنیم میلیونه ډالره دا جومات جوړوي.

نوموړی وايي، تردې مهال دتورخم په بندر کې د سپین جومات په نوم له سوداګرو اووه سوه شپږپنځوس لکه دوه څلویښت زره شپږسوه افغانۍ راټولې شوي چې له دې جملې څخه اووه سوه لکه افغانۍ د جومات ټیکدار ته ورکړل شوي او شپږڅلویښت لکه اته ویشت زره افغانۍ په اکاونټ کې پاتې دي.

د ننګرهار سوداګر وايي که چیرې افغان دولت د سپين جومات په جوړیدو کې د فساد مسله جدي ونه څيړي او مفسدین د قانون منګولو ته ونه سپاري دوی به هیڅکله د هيواد په بیارغونه کې برخه وانخلي.

راپورونه وایي د سپین جومات په مسئله کې یو شمېر نورو زورواکانو هم د جومات له پیسو څخه باج اخیستی چې تر اوسه يي څيړنې لا بشپړې شوی نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا