اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

په سویډن کې د قرآن سوځول؛ د اسلامي همکاریو سازمان بیړنۍ غونډه کوي

ډید خبري اژانس: په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو له پېښې وروسته د اسلامي همکاریو سازمان نن بېړنۍ غونډه کوي.

ټاکل شوې نن د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د سعودي عربستان په جده ښار کې په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په اړه د متحدو دریز د غبرګون په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډه کې به د هغه څه سره د مقابلې لپاره اقدامات وشي چې «د کرکې وړ عمل» بلل کیږي.

سعودي عربستان تر دې مخکې د لوی اختر په مناسبت په استکهوم کې له یوه جومات بهر د یوه عراقي کډوال له خوا د قرآن کریم سوځول غندلي وو.

له دې اقدام وروسته اکثرو اسلامي هېوادونو په خپلو پلازمېنو کې د سویډن سفیران احضار کړل او د قرآن کریم سوځول یې وغندل.

ایران په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې سویډن ته به خپل سفیر نه استوي.

د سویډن پولیسو د دې کار د ترسره کولو له غوښتنې سره مخالفت کړی و، خو بالاخره محکمې د «بیان د ازادۍ» له امله د دې کار اجازه ورکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا