افغانستانروستي خبرونهسیاست

حمدالله محب په جنوب زون کې امنيتي غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د جنوب زون د عمومي امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه د پکتیا په ۲۰۳ تندر قول اردو کې امنيتي غونډه دايره کړه.

د ملی امنیت د شورا دفتر د راپور له مخی، ډاکټر محب په دې سفر کې چی نن چهارشنبه د سلواغې ۱نیته ترسره شوه، د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ، لوګر، غزني او بامیان ولایتونو له ملکي او نظامي رهبري او د ۲۰۳ تند قول اردو له سرتېرېو سره په کتنه کې د جنوب زون پر عمومي امنيتي وضعيت، ستونزو او حل‌لارو خبرې وکړې او و يې ویل، د طالبانو روانې جګړې مشروعيت بايللی او اسلامي نړۍ د افغان نظام او عامو خلکو پر ضد د طالبانو جنګ خروج او بغاوت بللی دی.

دغه راز د ملي امنيت سلاکار د سرتېريو د تعبيې پروګرام د تطبيق د نظارت تر څنګ دوی ته په خطاب کې وويل، ستاسې دفاع ځکه مقدسه ده چې د خپل ولس، هېواد او نواميسو ساتنه کوئ.
د یادوني ده چي د دغه سفر په لړ کې عبدالقیوم رحيمي د لوګر والي، جنرال نجيب الله سرتېر د پکتيا او سمونوال لطف الله کامران د پکتيکا امنيه قوماندان وګمارل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا