اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په افغانستان کې د چین د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

ډيډ خبري اژانس: په افغانستان کې د چین سفیر په کابل کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو سره سم د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی او له هېواده یې وتلی دی.

وانګ يو ​​په X چينل (پخواني ټويټر) کې ليکلي چې د خپل ماموريت په ترڅ کې يې د افغانستان له خلکو سره ژوره اړيکه ټينګه کړې او د افغانستان د سولې، ثبات او سوکالۍ هيله يې کړې او هيله لري چې د دواړو هېوادونو دوستي د تل لپاره دوام وکړي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او الوداع یې وکړه.

په دې کتنه کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر د چین له سفیر څخه مننه وکړه چې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال یې د دغه هېواد سفارت فعال ساتلی و.

ښاغلي وانګ يو ​​په دې غونډه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو په لوړه کچه ساتلو ته ژمن دی.

وانګ یو په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړي په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو طا-لب چارواکو سره پراخې ناستې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا