اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره روژه ماتی او ګډه ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د هیواد سیاسي او جهادي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د عظیم الشان قران د ختم مراسمو او د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې ګډون وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه.

په ارګ کې د روژه ماتي په مناسبت دغه مېلمستیا او ناسته کې چې مخکېني جمهوررئیس جلالتماب حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدیونس قانوني، استاد محمدکریم خلیلي، ډاکټر زلمي رسول، حاجي محمدمحقق، باتور دوستم، محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، محمدمعصوم ستانکزي او رنګین دادفر سپنتا حضور درلود، ټولو مشرانو د هیواد په ملي او سیاسي مسایلو او روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هیواد له سیاسي شخصیتونو او جهادي مشرانو څخه یو ځل بیا د دغه سیاسي توافق له امله مننه وکړه او دا یې د ملي یووالي او سیاسي اجماع لپاره چې په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین او د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو لامل شي، مهم ګام وباله.
د هیواد جمهوررئیس وویل، حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هیواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا