افغانستانروستي خبرونه

افغان ملی وسله‌وال ځواکونو د دښمن ۳۲ تن له منځه وړي او ۶۲ کسان ژوندي نیولي دي!

افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې په کندهار، هلمند، بلخ او کابل ولایتونو کې تر سره شوي دي د دښمن (طالبانو او داعش) ډلو دوه درېرش تنه ېې له منځه وړي او دوه شپیته کسان ېې ژوندي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دښمن تر بل هر وخته خپل بریدونه زیات کړي دي چې زیاتره وخت ېې هدف ملکي وګړي وي او د خلکو له کورنو څخه ېې سنګرونه کړي دي.
بل خوا د طالبانو هغه زیرمې له منځ وړل شوي چې پکې ېې مخدره مواد ۳۴ ټنه ېې ځای پر ځای کړي وو، دغه عملیات چې د ګډو ځواکونو لخوا د سروبي ولسوالی حسن خیل کلي کې ترسره شوي دي پکې ۱۰ حلقې مقناطیسي ماینونه، ۱۵ عدد ماین برقي کپسول، ۱۰ ټنه چرس،۱۰ ټنه بنګدانه،۳ بابه د مخدره موادو زیرمې، ۲ بابه لابراتوار چې پکې مخدره مواد پروسېس، د دښمن یو باب د سوق او اداری له منځه وړل شوی دی، چې یو شمیر سپکې وسلې هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او په تور ېې ۴ کسان هم نیولي شوي دي چې دم ګړۍ تری پوښتنې او ګروګنې روانې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا