اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

سالنګ له دوو ورځو وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

ډید خبري اژانس: د فواید عامې وزارت ویاند اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار له دوو ورځو ځنډ وروسته نن چهارشنبه( د کب ۹) سهار نهه بجې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

دغه لار د یکشنبې په ورځ د سختو واورو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

طا-لبانو ویلي، چې په سالنګ کې له یو تر یو نیم مترو پورې واوره اورېدلې ده.

د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس له خلکو غوښتي، چې د سالنګ پر لاره د تګ راتګ پر مهال ژمني وسایل له ځانه سره ولري.

د هغه په ​​وينا، د سالنګ په ځينو سيمو کې اوس هم سپکه واوره روانه ده.

ویل شوي چې که د واورې اورښت شدت ومومي او طوفان پیل شي، د سالنګ لویه لار به یو ځل بیا وتړل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا