افغانستانروستي خبرونه

په ننګرهار کې داعشیانو او پاکستانیانو ته مرګ ژوبله

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار  ولایت کې  په لسګونو تنه  داعشیان ووژل شول.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاني خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد شوي ولایت  د اچین، کوټ او هسکې مینې په ولسوالیو کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په ترسره شوو هوايي او مځکنیو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۳۱ تنه  داعشیان  وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې  په وژل شوو داعشیانو کې  ۴ تنه  ددوې پاکستاني  قومندانان هم  شتون لري.

خوګیاڼي  ویلي دي چې  پدې عملیاتو کې  افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅډول  ځاني زیان  ندی رسیدلی.

هغه ویلي دي چې په یادو شوو سیمو کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات دوام لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا