افغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبان په کابل هوايي ډګر کې د رادار دستګاوې نصبوی

د دید خبری آژانس: د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې نن د هوايي ډګر د رادار ۳ دستګاوې ورته سپارل شوي. سرچينې ويلي چې دغه دستګاوې په کابل هوايي ډګر کې ورسپارل شوي.

ويل شوي چې د دې رادار دستګاوو د پېرلو تړون د افغانستان جمهوري نظام د ۱۲۲ ميليونه يورو په لګښت د فرانسې له يوه شرکت سره کړی و.
د تړون په اساس، ياد شوی شرکت به افغانستان ته د رادار ۱۲ دستګاوې د ۲۰۲۳ ميلادي کال تر پايه پورې سپاري.
د رادار يادې دستګاوې به د افغانستان په ۱۲ برخو کې فعاله او د افغانستان د هوايي حريم کنټرول پر غاړه ولري.
يادې دستګاوې په داسې مهال افغانستان ته را لېږدول شوي، چې د افغانستان هوايي حريم لا هم خوندي نه دی او د امريکا د بې پیلوټه الوتکو د همېشنيو ګزمو خبر پکې ورکول کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا