اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د ښوونځیو د تړلو عذرونه «دروغ او تبعیض» بللي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د طا-لبانو عذرونه بې ګټې بللي.

دغه سازمان پرون (چهارشنبه، ۱حمل) په X ټولنیزه شبکه کې د طا-لبانو دا عذر «دروغ او په افغانستان کې د لا زیات تبعیض لپاره» بللی دی.

د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو د دروازې د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

یوې ښځینه محصلې دې نړیوالې موسسې ته ویلي چې خوبونه یې ورک دي.

د یادولو وړ ده چې پرون د پوهنې وزارت سرپرست د ۱۴۰۳ ښوونیز کال لپاره د نجونو له شتون پرته زنګ وواهه.

شاوخوا درې کاله کېږي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورې ښځينه زده کوونکي د زده کړو له حقه بې برخې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا