اسلایدشوافغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار معرفي وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار استاد حاجي محمد محقق د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.


په دې مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم حضور درلود، لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال احمد الله نوید په امنیتي اوسیاسي چارو کې د ستر سلاکار په توګه د استاد حاجي محمد محقق د ګومارنې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
ورپسې استاد حاجي محمد محقق د جمهوررئیس له باور څخه په مننې وویل: دغه حساس شرایط ایجابوي چې ټول یو بل ته لاس ورکړو.
نوموړي قوت او امانت د دندې ترسره کولو اساسي شرطونه وبلل وې ویل: ډاډ ورکوم چې راسپارل شوې دنده به په رښتینولۍ، زیار او امانتدارۍ ترسره او ۴۲ کلنې نظامي، سیاسي او امنیتي تجربې ته په پام به د خلکو د خیر ښیګڼې لپاره هڅه وکړم.
جمهوررئیس غني دېته په پام چې استاد محقق وړاندې هم په سیاسي او امنیتي برخو کې کار کړی دی وویل، استاد محقق له امنیتي اړخه د افغانستان هره لوېشت خاوره پېژني او په خلکو پوره حال لري، په همدې اساس به یې له پوهې، تجربې او مشورو څخه هر اړخیزه استفاده وشي.
جمهوررئیس د باقر محقق د شهادت پېښې یادونه وکړه وې ویل، هغه ورځ ستاسو صلابت د هر افغان لپاره یوه بېسارې بېلګه ده چې د هغې لویې پېښې باوجود ملي مسایلو ته ارزښت ورکوئ او تمرکز پرې کوئ.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، پر نورو غونډو سربېره به په هرو دوو اونیو کې له استاد محمد محقق سره یو په یو غونډو کې پر هغو مسایلو چې ګډ فکر او عاجلو تصامیمو ته اړتیا وي، خبرې وشي.
جمهوررئیس له استاد محمد محقق څخه له دې امله چې خپله تجربه، لیدلوری او اراده خلکو ته له خدمت کولو نه درېغوي او د جمهوریت، د اساسي قانون د ارزښتونو او تلپاتې سولې د دفاع پیاوړی مټ دی، مننه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا