اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امریکا د هاګ محکمې ته: د اشغال شویو سیمو څخه د اسراییلو سمدستي وتلو ته رایه مه ورکوئ

ډید خبري اژانس: د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلي رژیم څخه د ملاتړ په دوام، د هاګ له نړیوالې محکمې غوښتي، چې له اشغال شوي فلسطیني سیمو څخه د دغه رژیم د سمدستي وتلو په اړه رایه ورکړي.

د ګارډین په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت موقت حقوقي سلاکار ریچارډ ویسک د اوریدنې پر مهال د عدالت د نړیوالې محکمې قاضیانو ته وویل چې د شخړې په هر ډول حل کې باید د اسراییلو امنیت په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه: «له لویدیځې غاړې او غزې څخه د اسراییلو د وتلو په لور هر ډول اقدام د اسراییلو اصلي امنیتي اړتیاوو ته پاملرنه غواړي».

روانه اونۍ د عدالت نړیوالې محکمې د اشغال شوې فلسطیني خاورې د قانوني حیثیت په اړه خپله اوریدنه پیل کړه او ټاکل شوې چې د پنځوسو هېوادونو استازي په دې اړه د خپلو هېوادونو دریځ څرګند کړي.

دا غونډې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غوښتنې پر اساس جوړیږي.

په ۲۰۲۲ کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د عدالت نړیوالې محکمې څخه وغوښتل چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې د اوږدې مودې اشغال، د میشت ځایونو جوړولو، د فلسطیني سیمو د الحاق، د ډیموګرافیک جوړښت بدلولو، د اشغال شوي بیت المقدس د وضعیت او پایلو په اړه د اسراییلو اقداماتو څیړنه وکړي.

همدارنګه، دا محکمه باید د اشغال په قانوني وضعیت او د ټولو هیوادونو او ملګرو ملتونو لپاره د هغې قانوني پایلو باندې د اسراییلو د پالیسیو او کړنو اغیزې وڅیړي.

دا دویم ځل دی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتي چې د فلسطیني اشغال شویو سیمو په اړه مشورتي نظر ورکړي.

د ۲۰۰۴ کال د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غوښتنه دغې محکمې د اسراییلو او لویدیځې غاړې تر منځ د خنډ دیوال وضعیت وڅیړل او وموندله چې دغه دیوال له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او د هغه د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه، خو اسراییلي رژیم دا حکم اجرا ونه کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا