افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په غزني ښار کې دوه تنه ځوانان ووژل شول

د دید خبری آژانس د خبر له مخې، له غزني څخه راپورونه وايي، چې په غزني ښار کې دوه ځوانان د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

په غزني ښار کې دوه تنه ځوانان ووژل شول

د غزني ولایت سیمه ییزې سرچینې نن پنجشنبه (د سرطان ۲۳مه) وايي، چې دغه دوه ځوانان پرون ماښام هغه مهال په ډزو ووژل شول، چې خپلو کورونو ته روان وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د طا-لبانو رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو په دې وروستیو کې د مرموزو وژنو ګراف د اندېښنې وړ لوړ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا