اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

۳۰۹ افغان کډوال کاناډا ته واستول شول

ډید خبري اژانس: د کاناډا د کډوالۍ وزیر دغه هېواد ته د ۳۰۹ افغان کډوالو د استولو اعلان کړی دی.

د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر په یوه ټوېټ کې لیکلي چې دغه شمېر افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې هېواد ته داخل شوي او په یوه خوندي کور کې ځای پر ځای شوي دي.

فریزر لیکلي دي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه کاناډا ته د لږ تر لږه ۴۰ زره افغان مهاجرو د انتقال ژمنه کوي.

تر دې مخکې شان فریزر د دې هېواد او متحده عربي اماراتو ترمنځ د افغان کډوالو د خوندي تګ راتګ د اسانتیا لپاره د هوکړې اعلان کړی و او له همدې امله کاناډا به هغه زر تنه افغان اتباع چې د کابل له برید وروسته له دغه هېواده ایستل شوي وو، لېږي. اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دي، ځای به ولري.

د کاناډا د مهاجرت وزارت ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له متحده عربي اماراتو سره د همکارۍ له لارې د افغان اتباعو د درېیو الوتنو هرکلی کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا