اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د ایران ولسمشر: د امریکايي اشغال په پایله کې په افغانستان کې تر ۳۵ زرو زیات ماشومان معیوب شوي

دید خبری اژانس: د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د امریکې د دوه لسیزو شتون ته په اشارې سره وویل په شلو کلونو کښې یې کورونه وران کړل او خلک یې ووژل او په افغانستان کښې یې شتون له تباهۍ او جنګ پرته بل څه نه دی.

رییسي وویل، په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزو د حضور په پایله کې په دغه هېواد کې تر ۳۵ زرو ډېر ماشومان معیوب شوي او په افغانستان کې د امریکا حضور د خلکو پر امنیت او هوساینې هېڅ اغېز نه دی کړی.

هغه په ​​تهران کښې د خورشید د رسنیزو فیسټیوال له ګډونوالو سره په کتنه کښې وویل: مونږ د بشری حقوقو ادعا کوو او لویدیځ تورنوی.

هغه زیاته کړه، په اسلامي جمهوری کې ښځو ته پاملرنه د نبوي سنتو او د اسلام د پیغمبر د لارښوونو پر بنسټ ده.

د ایران ولسمشر دغه راز وویل: نن ورځ لویدیځوال د ښځو د حقوقو له موضوع څخه په خپلواکو هیوادونو د دباو اچولو لپاره د بیان په توګه استفاده کوی.

ښاغلی رئیسی زیاته کړه: د ښځو په اړه د ایران د اسلامی جمهوری نظر د لویدیځوالو له وسیلې څخه نه دی اخستل شوی او نه هم د هغو کسانو له نظره اخیستل کیږی چې په دې باور دی چې ښځې باید په کور کښې پاتې شی. د ایران اسلامی جمهوری په دریم نظر او موډل باور لری چې په دې باور دی چې ښځې له سړیو سره په ګډه په ټولنه کښې د مهمو کارونو سرچینه وی او په کورنۍ کښې بنسټیز او مرکزی رول لوبولی شی او د ټولنیزو مسائلو په ډګر کښې موثره وی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا