اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍکلتور او ادبګزارش

د غوښتنو پروسس کولو کې پاتې راتلل؛ افغانانو په تهران کې د جرمني د سفارت مخې ته مظاهره وکړه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په تهران کې د المان د سفارت مخې ته د افغان کډوالو د منلو په برخه کې د آلمان د ژمنې له نه عملي کیدو وروسته، افغانانو مظاهره وکړه.

په ایران کې یوې ډلې افغان اتباعو د ویزې د بهیر د سستوالي پر ضد د جرمني سفارت مخې ته مظاهره وکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په ایران کې د افغان اتباعو یوه ډله د جرمني سفارت مخې ته د خپلو ویزو د غوښتنلیکونو د نه پروسس او د دغه بهیر پر سستوالي نیوکه کوي.

یوه دله همداراز د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ته یو لیک هم استولی او په دې اړه یې د تعقیب غوښتنه کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تېر کال اعلان کړی و، چې هره میاشت ۱۰۰۰ افغان کډوال جرمني ته لېږدوي، خو تر اوسه دغه پروګرام ورو عملي شوی دی.

د «کابل لوفتبروکه» په نوم یوې موسسې ویلي دي چې په تیر کال کې یوازې ۱۳ افغانان آلمان ته انتقال شوي دي.

دغه سازمان څو څو ځله د افغانانو معلومات او غوښتنې ثبت کړي، خو د دې پروسې د پرمختګ په اړه یې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طا-لبانو تر جګړې وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونو زیانمن شوي کسان او د هغوی ملګري له افغانستانه ایستلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا