اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د بهرنیو چارو وزارت: له امریکایانو سره د بندیزونو د لیرې کولو په اړه خبرې شوي

دید خبري آژانس: د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دوحه کې یې له امریکايي چارواکو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې پر یو شمېر طا-لب چارواکو د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دوشنبې په شپه (د اسد ۹ مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طا-لبانو پلاوي په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې، له تور لېست څخه د یو شمېر طا-لب مشرانو د نومونو د ایستلو او خوشې کولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: «طا-لبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې له تور لیست څخه د نومونو د ایستلو او د بانکي ذخیرو د پرانستلو په اړه د باور رامنځته کول مهم دي، ترڅو افغانان وکولای شي له بهرنیو مرستو پرته خپل لګښتونه پوره کړي».

بلخي زیاته کړه، د بشري مرستو دوام او دغې ډلې ته په بهر کې د افغانستان د سیاسي ماموریتونو سپارل له امریکايي استازو څخه د طا-لبانو د پلاوي له نورو غوښتنو څخه دي.

په همدې حال کې د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې د ښځو د حقونو د فعالانو په غوښتنه یې له طا-لبانو سره خبرې کړې دي.

امیري د سه شنبې په ورځ (د اسد ۱۰مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې په قطر کې د طا-لبانو له پلاوي سره په دوه ورځنیو مخامخ خبرو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو په اړه خبرې وشوې.

هغه څرګنده کړه: «موږ د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه، په شمول زده کړې او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خوشې کول، د فزیکي مجازاتو د پای ته رسولو او د رسنیو او د بیان د ازادۍ فشار».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا