اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني: موږ باید د فرهنګ د تولید په برخه کې فرهنګي فکر ایجاد کړو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د چارو د ښه والي په موخه غونډه، نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د چارو د ښه والي په موخه غونډه، نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د دید خبري آژانس به رپوت، په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ په خپلو خبرو کې استاد ګلزمان او یو شمېر نورو هنرمندانو ته د مرستې په خاطر د دغه وزارت د وړاندېز د منظورۍ او همدا راز د تاریخي اثارو د ترمیم لپاره د ۱۶۰ میلیون افغانیو د تخصیص په خاطر د جمهوررئیس مننه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین پوهاند محمدرسول باوري او د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو په خپلو خبرو کې وویل، د دغه وزارت اړوند د ځینو قوانینو د تعدیل پیشنهادي طرحه او یو شمېر مقررې عدلیې وزارت ته استول شوي.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مسوولینو څرګنده کړه د نشراتو پالیسي تکمیل شوې او د رسنیو د نظریاتو له ترلاسه کولو وروسته به په نږدې راتلونکي کې د ټولو د لاسرسي وړ او تطبیق شي، همدارنګه فرهنګي ملي پالیسي چمتو شوې او د نظرغوښتنې په خاطر ولایتونو ته استول شوې ده.
دوی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د عایداتي طرحې او تشکیلاتي ستونزو د وړاندې کولو پر مهال وویل، د دغه وزارت تشکیل مخکېنی دی او د بیا کتنې په موخه یې د جمهوررئیس د لارښوونې غوښتنه وکړه.
یادو مسوولینو د دې په بیانولو سره چې ددغه وزارت په ولایتي ادارو کې مثبت او اغیزمن تغییرات جریان لري، وویل: باید د اطلاعاتو فرهنګ وزارت عایدات پر دې وزارت مصرف شي او د فرهنګي میراثونو د ملاتړ صندوق ایجادول یوه څرګنده اړتیا ده.
جمهوررئیس غني د دوی د وړاندیزونو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، د اطلاعاتوفرهنګ وزارت د ښه والي په اړه ستاسې هڅې ښې دي، خو په ځینې مواردو کې جدي تغییراتو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، د فرهنګي فکر د توليد په خاطر دې د ځوانانو یوه کمېټه ایجاد شي او د خلاقو هنرمندانو د تقدیرولو او هغه هرمندان چې له مالي ستونزو سره مخ دي، طرحه وړاندي کړي.
جمهوررئیس وویل، موږ باید د فرهنګ د تولید په برخه کې، فرهنګي فکر ایجاد کړو او له هیواده بهر زموږ په ډیپلوماټیکو استازولیو کې زموږ فرهنګي اتشې باید د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او جغرافیې څخه اګاه اوسي.
جمهوررئیس دېته په اشارې چې د موزیمونو پر ایجاد اغېزمن کارونه شوي وویل، موزیمونه باید د واحدې برنامې تر چتر لاندې مدیریت شي او له ټکنالوژۍ پرته موزیمونه به چې افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره وصلوي، موثریت ونه ولري.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، کتیبې د فوق العاده ارزښت لرونکي دي او د هغو د ساتنې په برخه کې باید زیات کار وشي، موږ باید پر خپل فرهنګ یو نسل پانګونه وکړو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا