اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبان: موږ په پاکستان کې د امنیت مسوولیت نه لرو

ډید خبري اژانس: د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې د هېواد په ناامنیو کې افغان وګړي ښکېل دي، طا-لبانو ویلي چې دوی د نورو هېوادونو د امنیت د خرابېدو مسوول نه دي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په شپه (د اسد ۱۷) په هغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل: «په پاکستان کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنټرول زموږ مسوولیت نه دی».

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي، چې طا-لبان په پاکستان کې د هېڅ برید پلوي نه دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي، خو دا په دې معنا نه ده، چې افغانستان د سیمې د کوم هېواد د امنیت د خرابېدو مسوول دی.

هغه زیاته کړه: د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنټرول زموږ مسوولیت نه دی. بلکې دا د هغه هېواد د امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده، چې د خپل هېواد د بودجې ډېره برخه په همدې موخه لګوي.

مجاهد ویلي چې پاکستاني چارواکي دې د «افغانانو» د ملامتولو پر ځای د خپل هېواد امنیتي وضعیت په دقت سره اداره کړي او د دې کار لپاره دې «په کور دننه د حل لار ولټوي».

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر (۱۴۴۴) قمری کال کې طا-لبانو په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې د داعش ۱۸ پاکستاني غړي وژلي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

د طا-لبانو ویاند ټینګار کړی، چې د دې پر ځای چې پر پاکستان د تورونو ګوتې ووهي، دغې ډلې خپل امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او نن یې پایلې ویني.

د طا-لبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې که د داعش په نوم څوک د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو وينې تويوي، بايد دواړه هېوادونه په ګډه د حل لاره ولټوي، ځکه د ده په وينا تورونه د حل لاره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې له خونړي ځانمرګي بريد وروسته د دغه هېواد چارواکو ويلي وو چې په دغو بريدونو کې افغان اتباع هم لاس لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا