اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اردوغان په جرمني کې: په تورات کې د روغتونونو بمبارول یا د ماشومانو وژل نه دي روا، اوربند کړی!

دید خبری اژانس وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمنی له صدر اعظم سره په ګډ کانفرنس کښې یو ځل بیا په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د بمباریو د سمدستی بندولو او د اوربند د ټینګولو غوښتنه وکړه.

اردوغان چې په دې وروستیو کې جرمني ته تللی، د دغه هېواد له ولسمشر او صدر اعظم اولاف شولتز سره یې وکتل او د غزې د کړکېچ په ګډون یې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.

شولتس له ځانه د دفاع په حق کې د اسرایلو پر حق ټینګار وکړ او اردوغان هم د اسراییلي رژیم د بمباریو د سمدستي پای ته رسولو، د اوربند د رامنځ ته کولو او ملکي خلکو ته د مرستو رسولو د اسانتیا غوښتنه وکړه.

د آلمان صدراعظمې د ترکیې له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: د اسرائیلو د موجودیت حق د انکار وړ نه دی.

د ترکیې ولسمشر په دې وروستیو کې د اسرائیلو د رژیم مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او هغه یې یو «تروریستي دولت» بللی دی.

په برلین کې یې د اسرائیلي رژیم چارواکو ته خطاب وکړ او ویې ویل: په تورات کې پر روغتونونو بمبارول او یا د ماشومانو وژل روا نه دي. تاسو دا نشي کولی.

په عین حال کښې د ترکیې ولسمشر د صهیونېسټ رژیم په خلاف په خپلو نیوکو کښې هر ډول صهیونېسټ ضد مفکوره رد کړه او زیاته یې کړه: زمونږ له نظره باید په سیمه کښې د یهودانو، مسیحیانو او مسلمانانو ترمېنځ تبعیض ونه شی. زه په نړۍ کې د یهودیت پر وړاندې د مبارزې لومړی معیار کوونکی یم.

د ترکیې او جرمني مشرانو په غزه کې د روانې جګړې په اړه د نظر له اختلاف سره سره، دواړو د اسرائیلي رژیم او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو هېوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ.

په دې اړه اردوغان وویل: هغه څه چې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په ترڅ کې رامنځته شول یو ځل بیا ثابته کړه چې د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د دوو دولتونو حل ناگزیر دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا