امنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍټولنه

په مشهد کې د تروریستي برید عامل اعدام شو

د دید خبري آژانس: ايراني سرچينو خبر ورکړى چې په مشهد کې پر دريو ديني عالمانو د بريد عامل اعدام شوى دى.

په مشهد کې د تروریستي برید عامل اعدام شو

د ايرنا د خبر له مخې، عبداللطيف مرادي چې په مشهد کې پر دريو ديني عالمانو د چاقو د بريد عامل دی، نن دوشنبه (د غبرگولی په ۳۰مه) اعدام شو.
ایرنا خبری اژانس د خراسان رضوی د عدلیی رییس غلام علی صادقی په نقل وایی، دغه تروریست نن سهار د مشهد په وکیل آباد زندان کښې د ایرانی اتباعو او چارواکو په شتون کښې په دار ځړول شوی دی.
تورن عبداللطیف مرادي نومیږي او د روان کال د روژې په میاشت کې یې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې په چاقو سره درې دیني عالمان وژلي وو.
په خبر کې ویل شوي، چې یو عالم یې ځای پر ځای وژل شوی، بل یې په روغتون کې ساه ورکړه او دریم یې په روغتون کې بستری شوی و.
ایراني رسنیو هغه مهال ویلي وو، چې دغه سړی یو بهرنی وګړی و، چې له افغان پولې ایران ته داخل شوی و.
عبداللطیف مرادي یو افغان تبعه و چې د خپلې فیسبوک پاڼې د منځپانګې پر بنسټ یې له سلفي افکارو اغېزمن شوی و. هغه په محکمه کې خپل جرم منلی او پښیماني یې څرګنده کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا