اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالب

پاکستاني دیني عالمانو د پاکستان د پوځ او پولیسو د جنازو کول حرام وبلل

په اسلام اباد کې د مولانا عبدالعزیز په مشرۍ له ۵۰۰ ډېرو دیني عالمانو په یوه خوله د پاکستان د پوځ او پولیسو د جنازو کول حرام وبلل.


د «تاند» د رپوت بر بنست، پاکستاني دیني عالمانو په اسلام اباد کې د حفصه مدرسې دپاسه د اسلامي امارت سپین بیرغ هم پورته کړی دی.
د پاکستان جیونیوز تلوېزیون په خپل وېب سایټ لیکلي چې له دې امله پولیسو د مولانا عبدالعزیز پر ضد مقدمه درج کړې ده.
جیونیوز لیکلي چې پولیسو د مولانا او د حفصه مدرسې د منتظمینو پر ضد پولیسو ته د ګواښونو، غیر قانوني وسله ګرځولو، د خلکو پارولو او وېرې و وحشت خپرولو تورونه لګول شوي دي.‌
د اسلام اباد په حفصه مدرسه باندې د اسلامي امارت بیرغونه لګېدلي دي
د جیو نیوز په وینا، کله چې د اسلام اباد پولیس د حفصې مدرسې له سر نه د اسلامي امارت د بیرغ راښکته کولو لپاره ورغلل، مولانا عبدالعزیز ورته ګواښونه وکړل او لعنت یې پرې وویل او ورته یې وویل چې طالبان، پاکستاني طالبان را روان دي،‌ ژر به ستاسو حشر وکړي.
تېره ورځ پاکستاني طالبانو په یوه بیان کې وویل چې تر هغه به خپل جهاد ته دوام ورکړي چې په پاکستان کې اسلامي شریعت نافذ شي.
ویل کیږي چې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۷ کال کې په پلازمېنه اسلام اباد کې په سره جومات (لال مسجد) او حفصه مدرسه باندې سخت بمبار وکړ چې د عبدالستار ایدهي په وینا یوازې له ایدهي فاونډېشن نه د وژل شویو نجونو او هلکانو د خښولو لپاره له پنځو سوو نه ډېر تابوتونه اخیستل شوي وو، او یو شمېر سرچینې وایي چې د دغې مدرسې یو شمېر نجونې یې په برتانیا کې په فاحشه خانو باندې خرڅې کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا