افغانستانشننه

داعش څه غواړي؟

 

له هغې ورځې چې داعش په ننګرهار کې راڅرګند شوی چې ډیر افغانان یې په تړاو انديښنې لري او نه پوهیږي چې داعش وسله وال د کوم هدف لپاره څوک تمویلوي.
په دې تړاو ادعاوې شته چې په یو او بل هېواد او ډلې باندې یې تور دی، خو حکومت په دې تړاو ښکاره دریځ نه دی وړاندې کړی او نه یې خلکو ته دا ښکاره دښمن پيژندلی چې ولې سیمې نیسې او خلک له چړو تيروي او د خلکو ناموسونه لوټ کوي.
که څه هم په شینوارو، پچیراګام او چپرهار کې ولسونو ورسره قوي مبارزه وکړه او زیات شمېر یې ووژل، خو بیا هم دا ډله قوي ملاتړ لري چې د ولسونو زور پرې نه رسیږي او حکومت یې سیال ته ناست دی او پروړاندې یې هیڅ ډول اقدام نه کوي.
د بهرنیو ځواکونو دا ارقام چې داعش دوه سوه دی او څلور سوه دی د خندا وړ ځکه دی چې په دومره کسانو څنګه کولای شي چې هم سیمې ونیسي او هم تر واک لاندې سیمې وساتي، که فرض کړه دا ومنو چې د داعش وسله والو شمېر تر زرو دی، خو بیا هم په اوسط ډول هره ورځ د ۵۰ داعش وسله والو د وژل کیدو خبره کیږي، نو بیا ولې دا ډله بیخي له منځه نه ځي.
د داعش په تړاو پوښتنې ځکه له خلکو سره زیاتې دي چې د ځايي خلکو په خبره ډير ځله داعش د طالبانو له لوري محاصره شوی، خو بهرني هوایي ځواکونه راغلي طالبان یې بمبارد کړي او داعش یې له محاصرې ژغورلی.
بالاخره داعش هغه مرکز ونیوه چې هلته یې بیا ماتې سخته ده، د تورې بوړې سیمه یوه ډيره پیچلې سیمه ده، که داعش دلته مرکزونه جوړ کړل د کابل هم خیر نشته.
داعش به له دې لارې د خوږیاڼو درې ولسوالۍ، ازره او حصارک سقوط کړي او د کابل ـ جلال اباد لار به وتړي چې بیا به ډير خلک هره ورځ له چړو تيروي او حکومت به ورته د خیر په غونډۍ کلابندو دروازو کې ناست وي.
نن په ولسي جرګه کې پر همدې موضوع خبرې وې او خبرداری دا و، که حکومت د دې ډلې پرضد جدي ګامونه پورته نه کړي، د ختیزو ولایتونو وکیلان او ولسونه به خپله پریکړه وکړي.
حکومت څه ځلې خبرې ورکړ چې داعش باندې یې د بمونو مور غورځلې او  ختم کړي یې دي، خو اوس یې چپرهار ۹۰ سلنه او توره بوړه یې۸۰ سلنه ونیوله.
له نن څخه درې ورځې وړاندې د ننګرهار په نرې اوبو سیمه کې یو کانټنر وسله وسله داعش ته کوزه شوې چې نه پرې پولیس خبر دی او نه ملي اردو، دا وسلې چا ښکته کړې، ولې یې ښکته کړې؟
له دې لس ورځې وړاندې د بهسودو ولسوالۍ بهراباد کلي کې څرخي الوتکه کیناستلې او پنځوس کسه داعش یې ښکته کړي دي، پوښتنه له خلکو سره دا ده چې دا څوک مو وژني، امریکایان دي، حکومت دی او که داعش ، که داعش وي داعش څوک ملاتړ کوي.
له اختر وروسته به خبر شئ چې کله لوګر ته در ورسیدل، چې کله یې د کابل ـ جلال اباد لار قطعه کړه، چې کله یې د کونړ ولسوالیو ته سقوط ورکړ، کله چې د نورستان ولسوالي سقوط کړي، کله چې لوی پکتیا ته ورسیږي.
ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر وکیلانو ته په خطاب کې وویل چې د خدای پروړاندې مسوولیت لرئ، د ولس پروړاندې مسوولیت لرئ، زه له ولسي جرګې غواړم چې یو بې طرفه پلاوی دې وټاکي او یوه اوونۍ دې ننګرهار کې له خلکو سره خبرې وکړي،کیسې واورئ، همدا ولسونه زموږ ولسونه دي، له هغوی واورئ چې داعش پرې څه بده ورځ راوستې.
ولسي جرګه کې د ظاهر قدیر وروستی دریځ چې زیاتو وکیلانو یې ملاتړ کړی
د ولسي جرګې رییس پریکړه وکړه چې ننګرهار کې د داعش وروستیو پرمختګونو د لاملونو د روښانه کولو لپاره به پلاوی ټاکي چې مالومه کړي، داعش څنګه او د چا په ملاتړ پرمختګ کړی او ولې یې مخه نه ده نیول شوې.
نو خلک فکر کوي چې به دا هر څه د خپلو ګټو لپاره کوي، خو یوه خبره مې یاد ساتئ چې داعش په خپل او د بل په ناموس نه دی ایسار او که مو مخه ورته و نه نیوله او کله یې چاړه ستاسي تر ستونې در ورسیدله ، بیا به درته زما دا خبرې دریادې شي، نو راځئ چې د دې وحشي ډلې پروړاندې په اتحاد ودریږو او اجازه ور نه کړو چې زموږ په سرنوشت لوبې وکړي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا