اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په چین کې له متقي سره وکتل

دید خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چین په تبت ښار کښې له مولوی امیر خان متقی سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن (۱۳میزان) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر جلیل جیلاني د چین په تبت ښار کې له امیر خان متقي سره وکتل او د علاقې وړ مسایلو په اړه یې د نظر تبادله وکړه.

د دغه وزارت وياند وويل: د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا لپاره د پاکستان پر ژمنو ټينګار وکړ.

په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د سیمه ییزې سولې او ثبات د پرمختګ پر وړاندې ننګونې باید د ګډې ستراتیژۍ له لارې په ګډه روحیه حل شي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له امله د پاکستان او طا-لبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

تېره شپه هم په سپين بولدک کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له وسله والو طا-لبانو سره نښته شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا