اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اسراییلو ته د ایران خبرداری: په غزه کې جنایتونه مه بندوئ، په څو ساعتونو کې به ډېر ناوخته وي

دید خبری اژانس وایی، په داسې حال کښې چې د غزې په تړانګه کښې د ملکی خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم حملې دوام لری د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ که چیرې د جنګی جنایتونو مخه ونه نیول شی نو ښایی په څو ساعتونو کښې ډیر ناوخته شی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په لبنان کښې په خپل خبری کانفرنس کښې صهیونېسټ رژیم ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: د مقاومت د واقعیتونو د درک په اساس، په سیمه کښې جنګی جنایتکارانو او د هغوی ملاتړو ته خبرداری ورکوم، چې خپل جنګی جنایتونه مخکی له دې چې ډېر ناوخته شی، ودروی، او شاید په راتلونکو څو ساعتونو کې ناوخته وي

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د لبنان حزب الله په دې وروستیو ورځو کې له اسرائیلي رژیم سره په سخت کړکېچ کې دی.

عبداللهیان خبرداری ورکړ چې د «د دوام د جرمونو په صورت کې د صفر ساعت اعلان» د «مقاومت غورځنګ» په لاس کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې وړاندې عراق، لبنان او سوریې ته خپل سیمه ییز سفر پیل کړی دی.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي هم ټینګار کړی، چې که د اسرائیلو جنګي جنایتونه او نسل وژنې سمدستي بند نه شي، ښايي وضعیت له کنټروله ووځي او پراخې پایلې ولري.

دغه پلاوي د X ټولنیزې شبکې (ټویټر) کې په یوه پوسټ کې ویلي چې که دا پیښ شي، «مسؤولیت د ملګرو ملتونو ، امنیت شورا او هغه هیوادونو په غاړه دی چې شورا د کړکیچ لامل کیږي».

په همدې حال کې د راپورونو له مخې ایران هم اسراییلو ته د یوه پیغام په استولو سره خبرداری ورکړی چې که د غزې په تړانګه کې کړکېچ زیات شي نو مداخله به وکړي.

په هرصورت، تر اوسه شواهد ښیي چې اسراییل د غزې په تړانګه د پراخ ځمکني، هوايي او سمندري برید لپاره چمتووالی نیسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا