اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

روسیې له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

دید خبري آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې روسیې له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سه شنبې په ورځ (۷حمل) اعلان وکړ چې دغه مرسته د روسیې د بیړنیو حالاتو او طبیعي پیښو د وزارت له لارې شوې ده.

له دې مرستې سره په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د روسیې د مرستو ټولټال اندازه څلور میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې له دې مرستې سره به په افغانستان کې ۱۵۰ زره کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف وویل: د افغانانو د یوې لویې برخې سختې اړتیا ته په کتو، د انسانانو د ژوند ژغورلو او په افغانستان کې د بې ساري بشري ناورین د مخنیوي لپاره بشري مرستو ته اړتیا ده. افغانستان سمدستي ځواب ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: نړیواله ټولنه، د اصلي تمویل کوونکو په ګډون باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې اړتیا درک کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې اوسمهال د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي او ډېری کورنۍ د پیسو ګټلو د محدودو فرصتونو له امله د خپلو ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا