اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ایران د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په پام سره نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه وویل چې له اقتصادي ننګونو سره د مقابلې لپاره باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې شي.

د هغه په ​​وينا، وروسته له هغه چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د اړمنو افغانانو شمېر زيات شوى دى.

ایران له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې پر اخلاقي مکلفیت ټینګار کوي او د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې، د کډوالو د خوندي راستنیدو او د سیمې د امنیت د تامین لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کوي.

هغه دغه راز په افغانستان کښې د ترهګرو حملو، د نشه ایزو موادو د قاچاق، د ښځو په تعلیم باندې د محدودیتونو او د کلتوری میراثونو د ګواښونو په هکله د تهران اندیښنه څرګنده کړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا