اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

تر اوسه پورې ۱۰ میلیون او ۷۰۰ زره الکترونیکي تذکری ویشل شوی ده

ډید خبري اژانس: د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش له پیل راهیسې یې ۱۰ میلیون او ۷۰۰ زره تذکره ویشل شوی ده.

د احصایې او اطلاعاتو ادارې رئیس فقیر احمد زیار د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۱۱مه) د دې ډلې د «ولس ته د حکومت حساب ورکونې» پروګرام کې وویل چې یوازې په تېر یوه کال کې څه باندې ۲،۵ میلیونه کسانو برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته تر ۴،۶ میلیونه ډېرو وګړو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

دغه طا-لب چارواکي زیاته کړې، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش ۷۴ مرکزونه فعالیت لري. د هغه په ​​وينا، له دې ډلې ١٥ مرکزونه په کابل او ٥٩ مرکزونه په ولايتونو کې دي.

د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ یوه جنجالي پروسه وه چې د ۱۳۹۷ کال د ثور په میاشت کې پیل شوه.

اوس مهال برېښنايي تذکره د پاسپورت په څېر د افغانستان د پخواني حکومت له لوګو سره وېشل کېږي.

که څه هم طا-لبانو اعلان کړی و چې د برقی تذکرو کې به د دې ډلې لوګو شامل کړي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا