اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالب

د جرمني او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د دید آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د جرمني او پاکستاني چارواکو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان په اړه، ټیلیفوني خبری اتری کړی دی.

د جرمني او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپلې المانۍ سیالې انالینا بایربوک سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر حالاتو یې د نظر تبادله وکړه.
بوټو زرداري تيره مياشت پاکستان ته د بايربوک سفر ته په اشارې سره د اقليمي بدلون په برخه کې د پاکستان د علمي ادارو د ظرفيتونو د زياتولو په شمول په بيلابيلو برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ژورو اړيکو غوښتنه وکړه.
دواړو لورو د سیمې پر وضعیت هم خبرې وکړې.
په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د کډوالو د ایستلو بهیر په بشري توګه اسانه کړی دی.
هغه د افغانانو د ژوند او معیشت د خوندیتوب لپاره د نړیوالې ټولنې د پراخو مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ او له افغانانو سره یې د المان د بشري مرستو قدرداني وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د جرمني د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال پر طا-لبانو سختې نيوکې کړې، چې افغانستان يې ناسم لوري ته اړولى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا