اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیمه

په پاکستان کې د څو ګاډو د چپه کیدو له امله د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی

دید خبري آژانس: د پاکستان د اورګاډي وزیر د اورګاډي په لیکو کې د اورلګېدنې احتمال ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د دغې پېښې د لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

دغه غمجنه پيښه پرون په سنقر ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې له امله يې څه ناڅه ٣٥ تنه ووژل شول او څه ناڅه سل تنه نور ټپيان شول .

د سند ایالت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د هزاره ایکسپریس ۱۰ واگنونه له سټیشن څخه شاوخوا ۱.۵ کیلومتره لرې له پټلۍ وتلي دي.

دا ریل ګاډی چې له کراچۍ څخه د شاوخوا ۱۱۰۰ مسافرو سره روان وو، ۱۹ ډنډونه درلودل. دا پېښه په ځايي وخت د سهار په ۱:۱۵ بجو د نوابشاه څخه په ۳۰ کيلومترۍ کې د سرهاري کلي ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د سند ایالت یوه چارواکي چې د پېښې ځای ته ورغلی و، د مړو شمېر ۳۰ تنه ښودلی، خو د «ایدهي» په نوم یوه بنسټ ویلي چې دوی ۳۵ جسدونه د نوابشاه روغتون ته لېږدولي دي.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د اورګاډي شبکې هم عصري کولو ته اړتیا ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا