اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

له ډېرو مخالفتونو وروسته؛ په پای کې، بایډن په غزه کې د اوربند ملاتړ وکړ

دید خبری آژانس د خبر له مخې، واشنګټن په غزه کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د امنیت شورا د پریکړه لیک په خلاف له څو ځلو رای ورکولو وروسته اوس هیله څرګنده کړې ده چې د دوشنبې په ورځ به د اوربند لپاره یوه موافقه لاسلیک شی.

د امريکا ولسمشر جوبايډن په دې وروستيو کې نيويارک ته د خپل سفر پر مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي و چې په غزه کې اوربند ډېر نږدې دی او ښايي تر راتلونکې دوشنبې پورې پاى ته ورسېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې په غزه کې به کله اوربند وشي، وویل: هیله من یم چې د دې اونۍ تر پایه به اوربند وشي. زما د ملي امنیت مشاور وویل چې موږ ډیر نږدې یو، مګر موږ لا تر اوسه ندي ترسره شوي.

هغه زیاته کړه: هیله من یم چې تر راتلونکې دوشنبې پورې (غزه کې) اوربند ټینګ شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا پر غزې د یرغل له پیل راهیسې او د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ زره کسانو د وژل کېدو له امله د اوربند د ټینګولو لپاره د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا