اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د اروپايي ټولنې استازي د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره بشکیک ته تللي

ډید خبري اژانس: د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اروپايي ټولنې – مرکزي اسیا په غونډه کې د ګډون په موخه بشکیک ته رسېدلي.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټیري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسین پرون قرغزستان ته ورسېدل.

په قرغزستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دواړه چارواکي به د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو له خپلو همکارانو سره وویني.

په پام کې ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د قرغزستان له چارواکو او د مدني ټولنې له استازو سره هم ملاقاتونه وشي.

تر دې مخکې نیکلاسین په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له مشرې رافایلا ایودیس او د هغه له ټیم سره د فبرورۍ له پنځمې تر اتمې پورې له افغانستان څخه لیدنه کړې وه.

افغانستان ته د نیکولاسن د سفر اصلي تمرکز د اسلامي امارت، نورو افغانانو او د دیپلوماتیکو ټولنو له استازو سره د یادښتونو پرتله کول وو، ترڅو د افغانستان په اړه د یوې رغنده نړیوالې غونډې لپاره چې ټاکل شوې په دوحه کې جوړه شي، د رښتینې هیلو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا