افغانستانروستي خبرونه

د لوګر د والي پیغام

اوسنۍ چاودنې، او ځان وژنې له ټولو انساني اخلاقو سره په ټکر کې او د ملي ارزښتونو متضاد عملونه دي.
دا د اسلام، افغانیت او انسانیت له نظره محکوم دي په هېڅ اسلامي دين په ځانګړې توګه زمونږ په دین کې ددې لپاره هېڅ جواز نشته تر هېڅ نامه لاندې په جنازو او عامه شتمنیو باندې بریدونه او ملکي خلک وژل حتا د اوسني نظام چې یو مشروع منتخب نظام دی دده په خلاف هر ډول نظامي عمل د اسلام له نظره محکوم دی .
زمونږ هوښیارتیا او ځیرکتیا په دې کې ده چې مونږ د دښمنانو د توطیو دسیسو او نورو پلانونو قرباني نه شو او په خپلو کې د هر ډول قومي، سمتي ، ژبني، مذهبي ، تعصوباتو نه ځان وساتو او په ځانګړې توګه ځوانان د ځینو پردي پالو سیاسیونو او ډلو د تبلیغاتو قرباني نه شي دا زمونږ او ستاسې لپاره فرصت دی چې خپل یووالی وساتو او په یووالي باندې مونږ او تاسې دوښمن ته ماتې ورکولای شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا