افغانستانروستي خبرونه

چنار راډیو: په هلمند کې سلګونو کسانو د ايران د ولسمشر حسن روحاني د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې لاريون وکړ


دغه لاريون د چنګاښ ١٦مه په مرکز لښکرګاه کې په لاره اچول شوى وو چې د بيلابيلو سيمو خلکو په کې ګډون درلوده.
د لاريون ګډونوالو مرګ پر روحاني، مرګ پر ايران، مرګ د ايران پر پارلمان شعارونه ورکول.
د لاريون کوونکو له ډلې څخه احمد خان وويل چې د ايران د ولسمشر وروستې څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. هغه وويل: “موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي موږ په دغه شان مواردو کې د خپل حکومت ملاتړ کوو.”
بل لاريون کوونکي حاجي اغا جان هم ورته څرګندونې وکړې او ويل چې د هلمند اوسيدونکو د اوبو د مهارولو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحو کلک ملاتړ کوي.
دغه راز د هلمند مدني ټولنې مشر سردارد محمد همدرد وويل چې پر ايران بايد اوبه بندې شي ترڅو په دې برخه کې پخواني تړونونه عملي کړي. ده هم وويل چې د ايران پر وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحو کلک ملاتړ کوي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني يوې غونډې ته د وينا پرمهال ويلي چې په افغانستان کې د اوبو پر سر د بندونو جوړلو مخه بايد ونيول شي ځکه تاوان يې ايران ته دى.
دغه راز د ايران د ملي شورا غړو هم ويلي چې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو د مخنيوي په موخه بايد په افغانستان کې ناامني نوره هم ډيره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا