اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

یونسکو: ۴۰ سلنه نجونې نور ښوونځي ته نه شي تلای

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د یونسکو نړیواله اداره وايي، د بندیزونو له لرې کېدو سره هم ۴۰ سلنه نجونو دا فرصت له لاسه ورکړی او بېرته ښوونځي ته نه شي تلای.

د یونسکو د تعلیمي پروګرامونو همغږي کوونکې هدا جابریان وايي که څه هم په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په لرې کېدو سره به له ۴۰ سلنې څخه زیاتې نجونې بېرته ښوونځیو ته نه شي تلای.

د هغه په ​​وينا، د کم عمره ودونو، اميدوارۍ يا کار له امله يې د تل لپاره د زده کړې فرصت له لاسه ورکړى دى.

نوموړي د نجونو پر زده کړو د بنديز د اوږدمهاله پايلو په اړه وويل، چې نجونې له زده کړو بې برخې دي، چې هېواد يې د اقتصادي پرمختګ او د خدمتونو وړاندې کولو ته اړتيا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا