اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د چین د بهرنیو چارو وزیر د امنیتي او ستراتیژیکو مشورو لپاره روسیې ته ځي

د دید اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي نن روسيې ته ځي چې د امنيتي همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي: د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د روسيې د فدراسيون د امنيت شورا د منشي نيمولا پاتروشوف په بلنه د دوه اړخيزو امنيتي او ستراتيژيکو سلامشورو په اتلسمه غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته سفر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به د دې سفر په جریان کې له خپل سیال سرګي لاوروف سره وګوري او دواړه به «په نړیواله کچه د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره په خپلو هڅو تمرکز وکړي».

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ: دغه غونډه د اوکرایین د جنګ د مسئلې د حلولو او همداشان په اسیا او ارام سمندر کښې د ثبات او امنیت د تامینولو په هکله د نظر تبادله لپاره ځانګړې شوې ده.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په مارچ میاشت کې روسیې ته سفر وکړ.

د روسیې د ولسمشر د یوه سلاکار په وینا، ولادیمیر پوتین د اکتوبر په میاشت کې چین ته ځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا