اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ګوترش: په غزه کې پر امبولانسونو د برید له امله ویریدلی وم

دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، هغه په ​​غزه کې د الشفا روغتون مخې ته د امبولانسونو پر کاروان د برید په اړه د راپور په اورېدو سخت خواشینی شوی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي ټینګار وکړ چې د غزې خلک له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تر محاصرې لاندې دي، له مرستو بې برخې دي، وژل شوي او بې ځایه شوي دي. هغه د «دا حالت» د بندولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) اسرائیلي رژیم هغه امبولانسونه بمبار کړل چې له هوايي بمبارۍ څخه یې ټپیان روغتون ته لېږدول.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی و چې اسرائیلو د امبولانسونو هغه کاروان په نښه کړی چې د غزې له الشفا روغتون ته روان وو.

د الاهلي پر روغتون، جبالیه کمپ او په دې وروستیو کې پر امبولانسونو د اسرائیلو هوايي بریدونه، چې تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او یو شمېر هېوادونو د اسرائیلو رژیم د جنګي قوانینو په نقضولو، د بشریت ضد جرمونو، نسل وژنې او د ماشومانو په وژنه تورن کړی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي وو چې غزه د ماشومانو په گورستان بدله شوې ده.

د يادونې وړ ده چې د اکتوبر له اوومې راهيسې د اسرائيلي رژيم له خوا لږ تر لږه نهه زره بې وسلې فلسطينيان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا