اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستنړۍ

په واشنګټن کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل او ۵ نور ټپیان شوي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ښار کې د ډزو په پایله کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

ډزې د یکشنبې په سهار د واشنګټن ډي سي په شاو سیمه کې شوې دی.

دپوليسو مقاماتو وويل چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او ټول قربانيان لويان دي.

پولیسو دا نه دي ویلي، چې دا ډزې څنګه شوې، خو ویلي یې دي، چې د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي.

د دې ډزو علت لا هم معلوم نه دی.

باید وویل شي، چې په امریکا کې د ناامنۍ پېښې تل د دغه هېواد له عامو وګړو څخه قرباني اخلي. د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل ویلي چې افغانستان تر امریکا خوندي دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا