اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی پاکستان ته تللی

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ له خپل یوه ملګري پلاوي سره اسلام اباد ته ورسېد.

په دې سفر کې به ایراني او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

حسن کاظمي قمي د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي اصف علي دراني په بلنه اسلام اباد ته تللی دی.

ویل کېږي چې کاظمي قمي به له خپل پاکستاني سیال، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د تهران نظر او د اوسني کړکېچ د هواري لپاره د دغه هېواد د ګاونډیانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو پر پلان ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تماس ډلې پر جوړولو ټینګار کړی او د افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي اړینه بللې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا