افغانستانروستي خبرونهټولنه

کونړ کې شفاف کانکور غواړو

کونړ کې د کانکور شفافې ازموینې ترسراوي لپاره ټینګ تدابیر نیول شوي دي.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزې د کانکور کمېټې له استازو ، سیدجمال الدین افغاني پوهنتون له ریس او استادانو سره په ځانګړې ناسته کې وویل کانکور یوه ملي پروسه ده او هيڅوک په کې د لاس وهنې حق نه لري ،کونړ والي هیله مندي وښوده، هغه ځوانان چې د کانکور له لارې د لوړو زده کړو مستحقین دي،د واسطې پرته به د زیارونو په اساس د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره پیدا کوي .
د کمټې مشر استاد سید روضت الله مجید وویل د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې پوره شفافیت را وستی او یواځې هغه ځوانان به لوړو زده کړو ته لار پیدا کوي چې په ر یښتینې توګه یې زیار ایستلی وي .نوموړي په دې ولایت کې د کانکور ازموینې د ښه ترسراوي لپاره د ډاډ چاپیریال رامنځته کیدو په برخه کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي او امنیتي مسوولینو د هڅو او همکاریو مننه وکړه .
د سید جمال الدین افغان پوهنتون ریس استاد میر احمد حامد وویل سږکال (۳۳۹۵۵)تنو د دولسمو ټولګیو فارغانو د ازموینې لپاره نومونه ثبت کړي وو ،چې په لومړۍ ورځ (۱۸۰۰) تنو ازموینه کې برخه اخیستې وه او پاتې نورو څخه به نن شنبه ازموینه اخیستل کیږي .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا