افغانستانروستي خبرونه

د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ جوړه سوه

د هیواد د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه نن د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه سوه، چې پکښې د لویو لارو د امنیت ساتنې، د ګمرکونو د عوایدو پر زیاتوالي او همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې او راتلونکو پلانونو په اړه بحث وسو.

د هیواد د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه نن د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه سوه، چې پکښې د لویو لارو د امنیت ساتنې، د ګمرکونو د عوایدو پر زیاتوالي او همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې او راتلونکو پلانونو په اړه بحث وسو.
د ملی امنیت د سلاکار دفتر راپور په مخه، په ننۍ غونډه کې همداراز د سولې پروسې ته د ښې امادګۍ او له ایجاد سوو فرصتونو څخه د سالمې ګټې اخستنې لپاره د وسلوالو ډلو لخوا د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هم پر امادګیو او اړوندو موضوعاتو بحث وسو.
د ټرانسپورټ وزارت سرپرست یما شمس او د ماليې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین عیسی قدرت د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډې ته وویل، چې امنیتي نهادونه دې د شاهراوو د امنیت په ساتنه، د لارې پر سر د غیر قانوني پیسو ټولولو ، په صادراتو او وارداتو کې د قاچاق په مخنیوي او همداراز د ګرځنده مراقبت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په غونډه کې تصمیم ونیول سو، چې په دې برخه کې د چټکو تغیراتو لپاره موقتي او د دایمي تغییراتو لپاره اساسي بین الوزارتي فعالیتونه وسي، لويې لارې امن او ملي عواید یوازې د دولت خزانې ته ولاړ سي.
د امنیتي سکتور د رهبرۍ په ننۍ جلسه کې همداراز د وسلوالو ډلو لخوا د تاوتریخوالي د کمښت د یوې اوونۍ په موده کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر امادګیو هم بحث وسو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا